HomeNewsPhoto NewsSwabi PagesSportsPoliticsHistoryInformationVisit MardanVillagesYoung TalentWomen PagePoetsPoetryMusicProblemsYour VoiceAdvertisePhoto GalleryAppealLinksDonationsGuest BookAbout UsMembersContact Us
Poetry

Urdu Poetry

Pushto

dajwondnaghma.jpg
غزل
اشنا چې  په  وعده  دې اعتبار  وکړم  کنه 

حيران   يمه چي بيا دې انتظار  وکړم  کنه

ای اوښکو ، اسويلو ،سوو سلګو د ارمانونو   

خندا  به  درنه هم چرې يو وار  وکړم  کنه
 
يو څو ځله خزان  د پسرلي جامه  کې راغی  

اوس  بيا يره يقين په دې بهار  وکړم  کنه
 
اغيارو  راته ووې چې اشنا به دې نن  راشي 

باور  په  دې  خبرو  د اغيار  وکړم  کنه
 
اسراره  هر ديد ن يې  زېاتوي  د زړۀ غمونه

حيران  يمه  چې  بيا  ديدن  ديار  وکړم  کنه

 
ډ اکټر اسرار اکتوبر ١٩٥٨ هوتي....
 کتاب د ژ وند نغمه 

 غزل

غشي  د  بڼو  دې   برابر   لګي                   کله   مې  زړګی  کله  ځېګر  لګي 

زه ورته جوړ چا په  ګوته  کړی  يم                 کاڼی  چې  راځي زما  په سر  لګي 

زه يې  چې هر لورې  ته جار  باسمه                دا سپيره  تندی  مې  ستا په  در لګي 

ستا  د خوږې   ژبې   دعاګو   يمه                  مه  کوه  ښيرې  په  ما  اکثر  لګي 

نن چي  ورته  يار  په  مينه  وکتل                  اوس  به  د اسرار  ولې  نظر لګي

                  ( ٢٥ می ١٩٦٣، پيښور                   ډ اکټر اسرار )

       

Pasoonjuly08.jpg
غزل

لکه شبنم چې ترمې ترمې شي د نمر مخې ته 

 داسې  ملګرو  ويلې  کيږم  د دلبر مخې  ته
 
نن ټوله شپه مې ستا  ديا دو وظېفه  کړې  ده 

 دا ستا تصوير به  مې راوړه په تصور مخې ته

همزولو نن  د هغه ښکلی  دراتلو  نيټه  ده

  ځکه خو  اوړمه  رااوړمه  د ور  مخې  ته

نن چې مې ټوله ورځ په ډيره خوشحالۍ تيره شوه

  دام  جانان  وۀ  اوړيدلې  نن  سحر  مخې  ته

لاليه   ته  دې   د  بڼو   غشي   راووروه

 زۀ  نيک  زمينه  درته  نيسمه ځيګر  مخې ته

نيک زمينه سحر....کاټلنګ

غزل
امداد خيال

غمونه ستا مې وژنی     خپله وفا مې وژنی

دکلی خلقه راشۍ     په څه ګنا مې وژنی

سا اخستلے نۀ شم     په هره سا مې وژنی

څومره مکار قاتل دے       وخاندی بيا مې وژنی

ګيله د چا نه اوکړم     چې خپل اشنا مې وژنی

چې ښکته ښکته ګوري     دغه ادا مې وژنی

په يوه پاکه مينه     ټوله دنيا مې وژنی

ما امداد خيال نۀ پريږدی     نن خامخا مې وژنی

Farooq.khan.farooq.jpg
I am Farooq Khan from Mardan.I am an engineer
by profession.
I like and write Pushto Poems.My published
book is "Nazarpanra".
Here are a few lines from my poetry......
غزل


 دين دنيا کې دی تضاد داسې حيران کړم
لکه ستا د خولې او  ز ړۀ  خبرو ياره
کۀ مشرق دې کۀ مغرب خو يو انسان دې
چا کړل بيل او  دا په  څۀ  خبرو  ياره


فاروق خان فاروق

support@mardan.com