♠♠♠
د
مردان ادبي او سياسي ډائري
اکبر هوتي اېډوکېټ
ادبي هلې ځلې:
په يويشتم مارچ
٢٠٠٩ د پښتو ژبې ياد شاعر،
اديب او د پاڅون مجلې ترتيب ورکونکے
محمد اقبال اقبال د اوږدې
ناروغۍ نه پس وفات شو. د
هغوي په جنازه کښې په ډېر
لوئے شمېر کښې شاعرانو،
اديبانو او سياسي او سماجي
کارکنانو ګډون وکړو. د
فاتحې په موقعه راغلو
مېلمنو د اقبال
بابو په جدايۍ خپل تاثرات
په تعزيتي کتاب کښې محفوظ
کړل.
په
پنځويشتم مارچ ٢٠٠٩ د
لوئے صوفي شاعر عبدالرحمٰن
بابا په مزار کښې د بم چاودنه
وشوه. د دې چاؤدنې خلاف
په نهۀ ويشتم مارچ د ادبي
دوستانو مرکه مردان له
خوا د يو احتجاجي تګ تابيا
وشوه. دا تګ د پاکستان (شنکر)
چوک نه تر ميزان چوک او
بيا د ميزان چوک نه تر پرېس
کلب پورې وشو. په دې تګ کښې
د پاڅون مجلې اداره،
د پښتونخوا ملي عوامي
پارټۍ غړي، د سدوم، مايار،
تخت بهائي او کاټلنګ ادبي
ټولنو غړي او د سول سوسائټۍ
غړو هم په ګڼ شمېر کښې ګډون
وکړو. دې ته تګ د پرېس کلب
مخې ته د يوې جلسې شکل واخستو.
چې ورته ډاکټر اسرار،
فېض الوهاب فېض، عبدالرؤف
عارف، محبوب باچا، رضوان
شاه رضوان، سيد قيوم نېکنام،
محمد ايوب ايوب، سلېمان
کامل، غلام سرور، ګوهر
نويد او اکبر هوتي وېنا
وکړه. دوي غوښتنه وکړه
چې په دې چاؤدنه کښې ککړو
ورانکارو له دې
سخته سزا ورکړې شي. د ټولو
لويو خلقو او ملي مبارزينو
د سيکيورټي انتظام دې
وشي او د رحمان بابا مزار
دې د نوي سره جوړ کړے شي.
په پنځم
اپرېل ٢٠٠٩ د سدوم ادبي
ټولنې له خوا د سپرلي کلنۍ
مشاعره (سودم ته پسرلے
دے) د جان علي باچا په ځائے
کښې وشوه. د دې مشاعرې صدارت
رضوان شاه رضوان او د کوربه
چارې نذير يوسفزي تر سره
کړې. په دې مشاعره کښې ګڼو
شاعرانو ته د هغوي په خدمت
توصيفي سندونه او ايوارډونه
هم ورکړے شو.
په يولسم
اپريل ٢٠٠٩ د مردان معلوماتي
او مشاورتي مرکز له اړخه
د پښتونخوا د يادو شاعرانو
او اديبانو اصغر لالا
او محمد اقبال اقبال په
ياد کښې او د پاڅون د درېمې
کليزې په حقله يو رېفرنس
وشو. دستوره د مردان په
پرېس کلب کښې وشوه په دې
موقعه مشر مېلمه ضلعي
ناظم حمايت الله مايار
وۀ او صدارت ئې اسرار د
طورو کولو.
سياسي
هلې ځلې:
په درويشتمه
فرورۍ ٢٠٠٩ په ينجاب کښې
د ګورنر راج او د نواز شريف
او شهباز شريف د نا اهلۍ
خلاف د مسلم ليګ (ن) اجتجاجي
جلوسونه د مارچ اولنۍ
نېټې نه تر اووم مارچ پورې
هره ورځ وتل او دوي د دغو
فېصلو د واپس اخستلو غوښتنه
کوله.
په
اووم مارچ ٢٠٠٩ د پښتونخوا
ويزر اعلٰي امير حېدر
خان هوتي د مردان يوه ورځنۍ
دوره وکړه. دۀ په خپله دوره
کښې په مردان پرېس کلب
کښې د مېډيا کالونۍ پرانسته
وکړه. په دې موقعه د مردان
پرېس کلب صدر مسرت خان
عاصي هم موجود وۀ. دې نه
علاوه وزير اعلٰي په مردان
کښې د نورو پرمخ تللو منصوبو
اعلانونه هم وکړل.
په شپاړسم مارچ ٢٠٠٩
د چيف جسټس افتخار چودري
سره د نورو ججانو په خپل
ځائے کښې د ناستې اعلان
وشو. د دې اعلان سره سم په
ټول ملک کښې د خوشحالۍ
دستورې ونمانځلې شوې.
د مردان وکيلانو د خوشحالۍ
يو تګ د ميزان چوک نه تر
پاکستان چوک پورې وکړو
په ټول بازار کښې شېريني ووېشلې شوه او
ډول او سرنا هم وغږېدل.
هم په دې سلسله کښې ضلعي
ناظم حمايت الله مايار
په کنډ پارک کښې د مردان
بار په درناوي کښې د غرمې
د ډوډۍ تابيا وکړه. په دې
موقعه د هائي کورټ بار
صدر عبداللطيف اپريدے،
د مردان بار صدر شير محمد
خان او حمايت الله مايار
دستورې ته وېنا هم وکړه.
په درويشتم
مارچ د ججانو د بحالۍ په
لړ کښې په ټول ملک کښې اوږد
تګ (لانګ مارچ) وکړے شو. په
دې سلسله کښې په مردان
کښې هم د وکيلانو يو لوئے
جلوس د ميزان چوک نه تر
پاکستان چوک او بيا په
ګائيډ چوک د عمرا خان توپو
سره تېرېدو چې د پوليس
او د وکيلانو ترمنځه يوه
لويه شخړه وشوه. په دې موقعه
د پوليس د لاسه په وکيلانو
د بېنتونو ګزارونه هم
وشو او ديارلس وکيلان
ونيوے شز چې وروستو د شپې
دولس بچې خوشي کړے شو. دغه
رنګ جلوس تخت بهائي بار
له خوا هم د امير
سلطان صافي په صدارت کښې
ووتو. دغلته هم ځنې وکيلان
ګرفتار کړے شو.
په نهۀ
ويشتم مارچ ٢٠٠٩ د پښتونخوا
ملي عوامي پارټۍ د ډپټي
چئيرمېن قامي لارښود
او اولسي مبارز مثل خان
لالا څلوېښتي ونمانځلې
شوه. په ېد موقعه يوې لويې
اولسي غونډې ته د پښتونخوا
ملي عوامي پارټۍ مشرانو
مختيار يوسفزي، ډاکټر
سېد عالم محسود، ارباب
مجيب الرحمان، امير سلطان
صافي، نظيف خان، جهانګير
خان، عنايت خان، اعجاز
خان هوتي اېډوکېټ او ګوهر
خان د مثل خان لالا په ژوند
او د هغۀ په قامي او اولسي
مبارزه زړۀ پورې خبرې
وکړې. ښاغلو محبوب باچا
او ليکونکي مثل خان لالا
ته منظومې پېرزوئنې وړاندې
کړې.
په
وړومبي اپريل ٢٠٠٩ د پښتونخوا
وزير اعلٰي امير حېدر
خان هوتي د عبدالولي خان
پوهنتون پرانسته وکړه.
په دې موقعه د پوهنتون
وړومبے وايس چانسلر ډاکټر
احسان علي، ضلعي ناظم
حمايت الله مايار نه علاوه
سياسي او سماجي شخصيات
هم موجود وو.
په لسم
اپرېل ٢٠٠٩ د مسلم ليګ
(ن) مشر او پخوانے وزير اعظم
محمد نواز شريف د سر انجام
خان په کور بغداده هاؤس
کښې د مسلم ليګ (ن) صوبائي
کونسل ته خطاب وکړو.
د مردان
پوهنتون په وجه د مردان
کالج کاټلنګ روډ ته د وړلو
خلاف د طالب علمانو احتجاجي
ګېمپ په کالج چوک کښې لګېدلے
دے چې تر نامعلومه وخته
پورې به د دغې فېصلې خلاف
جاري وي.
په نولسم
اپريل ٢٠٠٩ د پښتونخوا
ملي عوامي پارټۍ مردان
ضلعي کانفرنس په غريب
اباد سدوم کښې د پښتونخوا
مېپ صوبائي صدر مختيار
يوسفزي په صدارت کښې وشو.
په ضلعي کانفرنس کښې د
پارټۍ د تېرو دوو کالو
د هلو ځلو تفصيلي رپورټ
وړاندې کړے شو. د هغې نه
پس د يو انتخابي عمل په
نتيجه کښې محبوب باچا
سېکرټري، سلېمان کامل
سينئير معاون سېکرټري
او علي حېدر خان، ګوهر
خان او همايون
خان معاونين وټاکلي شول.
نوې ټاکلې شوې
کابينې د صوبائي صدر نه
د خپلو عهدو سوګند پورته
کړو.